په سمنګانو کې د ځوانانو ترمنځ د سیرت النبيﷺ سیالي ترسره شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۹:۱
...


د سمنګانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت، د امربالمعروف او نهی عن المنکر، د پوهنې او د حج او اوقافو ریاستونو په ملتیا د (ستاره سیرت) تر عنوان لاندې د سیرت سیالي ترسره کړه.
په دې اړه د سمنګانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فيروزالدين منيب وویل: د سيرت له سيالۍ څخه یې موخه ځوانان د رسول الله پر ژوند پوهول دي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر صبغت الله زرقاوي وویل: په دې سيالۍ کې څه د پاسه اوه سوه تنو ځوانانو برخه اخېستې وه او هغه ځوانان چې وتوانيږي لومړى، دويم او دريم مقام وګټي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري به جايزې هم ترلاسه کړي.

۱۴۴۵/۵/۸ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS