د کلتور ښوونیز مرکز له لوري له لسګونو ځوانانو څخه ازموېنه واخیستل شوه
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر وايي: د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند کلتور ښوونیز مرکز لپاره له لسګونو ځوانانو څخه ازموېنه واخیستل شوه، چې بریالي شويو ځوانانو ته به په یاد مرکز کې د مسلکي او مجربو استادانو له لوري د اسلام پوهنې، شخصیت جوړونې، ویناوالۍ او مدیریت برخو کې په وړیا ډول زده کړې ورکول کېږي.
باید وویل شي، د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند کلتور ښوونیز مرکز، ننګرهار عامه کتابتون، ماشومانو کتابتون او د غونډو په تالار کې په بېلابېلو وختونو کې په سلګونه ځوانان او ماشومان په انګلیسي، کمپیوټر، ډیزایننګ، ویناوالي، ژورنالېزم، اسلام پوهنې، شخصیت جوړونې، لیک لوست او نورو برنامو کې په وړیا ډول پر زده کړو بوخت دي.
۱۴۴۵/۵/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۳۰ هـ ش
