هلمند کې له خبریالانو سره میاشتنۍ ناسته تر سره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۲۱:۱۸
....

د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ددې ریاست د مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض په مشرۍ د هلمند مېشتو خبریالانو سره د همغږۍ میاشتنۍ ناسته تر سره شوه، چې پکې خبریالانو خپلې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو سره شریکې کړې. دوی وویل: د اسلامي امارت دبشپړ حاکمیت وروسته هلمند کې اطلاعاتو ته لاسرسی زیات شوی او د خبریالانو د کار ساحه پراخه شوې ده. همداراز یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د همکاریو څخه مننه وکړه او یو شمېر هغه ستونزې او غوښتنې یې هم وړاندې کړې چې وخت په وخت خبریالان ورسره مخامخ کېږي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال د دوی د غوښتنو او ستونزو تر اورېدلو وروسته ډاډ ورکړ، چي د تل په څېر به د خبریالانو سره خپله همکاري جاري ساتي او ستونزو ته به یې د حل لارې لټوي.
نوموړي رسنۍ د ټولنې او حکومت ترمنځ د ارتباط او اړیکو زیاتولو په برخه کې زیاتې مهمې وګڼلې او ورڅخه یې مننه وکړه چي تل یې په رسنیز ډګر کې خپل رسالت په ښه ډول ترسره کړی دی.

۱۴۴۵/۵/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS