د ژبو عالي شورا د کړنلارې جوړولو کمېټې دویمه ناسته وشوه
تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو کلتور رياست کې د ژبو عالي شورا د کړنلارې جوړولو کمېټې ناسته تر سره کړه، چې پکې د علومو اکاډمۍ او د پوهنې وزارت استازو، د نورستاني ژبو ژبپوه، لیکوال او شاعر ښاغلي سلیمان سون آرا، د اوزبیکي ژبې لیکوال ښاغلي محمد حسن تولقین، لیکوال او ژباړن ښاغلي محمد نواب خوښ ګډون کړی و.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د خلکو د کلتور رئیس ښاغلی حافظ مولوي سیف الرحمن محمدي خبرې وکړې او ویې ویل: نن مو د کړنلارې جوړولو کمېټې دویمه ناسته ده، چې په ترتیب شوې خاکې باندې به هر اړخیز بحث وشي او د غونډې له غړو يې مننه کړه چې د هېواد د ژبو د پیاوړتیا له پاره هلې ځلې کوي.
ورپسې ټولو ګډونوالو ته د کړنلارې ترتیب شوې خاکه د کتنې په پار ورکړل شوه، چې ټولو په غور سره مطالعه کړه، د خلکو کلتور ریاست د څېړنې او ادبیاتو عمومي مدیر نعمت الله ساپي صاحب له خوا د ترتیب کړې کړنلارې مادې ولوستل شوې، چې ټولو ګډونوالو پرې علمي او مسلکي هر اړخیز بحث وکړ.
۱۴۴۵/۴/۲۹ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۲ هـ ش
