له غزني څخه بهرنيو سیلانیانو لیدنه وکړه
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: چې دغه ولایت ته نن ۲۰ بهرني سیلانیان چې د جرمني، سویډن او آسپانیا هېوادونو وګړي و، د تاریخي او طبیعي ځایونو د لېدو لپاره سفر کړی دی.
یادو سیلانیانو د غزني د اطلاعاتو او کلتور له رئیس ملا حمید الله نثار سره په کتنه کې وویل: هغه څه چې د غربي رسنیو له لارې د افغانستان په هکله خپریږي ناسم دی او هغوي د دې هېواد اصلي انځور نړیوالو ته نه وړاندې کوي.
د سیلانیانو په خبره، په افغانستان کې ډاډمن امنیت د دې سبب شوی چې له بهر څخه سیلانیان دغه هېواد ته راشي او له زیاتو تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس په دې کتنه کې سیلانیانو ته د غزني د تاریخي او طبیعي جاذبو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: چې په ډاډه زړه هرځای ته سفر کولای شي.
د یادوني وړ ده چې د کال له پیله تر دې مهاله څه باندې ۲۵۰ تنو بهرنیو سیلانیانو له غزني ولایت څخه لیدنه کړې ده او یاد شمېر هره ورځ د زیاتېدو په حال کې دی.
۱۴۴۵/۴/۲۴ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۷ هـ ش
