اطلاعاتو او کلتور رياست کې د بشر حقونو او رسنيو د څار ادارې لخوا د اسلامي تعليماتو ورکشاپونه پای ته ورسېدل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۴:۱۶
....

تېره ورځ خوست ولایت کې د بشري حقونو او رسنیو د څار ادارې له خوا د اطلاعاتو او کلتور ریاست په چوکاټ کې ۱۳۱ ځوانانو، دیني علماوو او قومي مشرانو ته د اسلامي تعلیماتو تر سرلیک لاندې ورکشاپ چې ۱۵ میاشتې مخکې پیل شوی و، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېد.
په یاد ورکشاپ کې د شخړو هوارول، دیني او بشري حقونه او د بېلابېلو رسنیو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونو نشرول شامل وو. د ياد ورکشاپ ګډونوال خوښ دي چې په بېلابېلو ديني او ټولنيزو برخو کې دوی ته معلومات ورکول شوي، دوی زیاتوي هڅه به وکړي چې دغه معلومات د ټولنې نورو وګړو ته هم ورسوي، ترڅو په ورځني ژوند کې ترې کټه واخلي.

۱۴۴۵/۴/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۹ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS