د هنرستان په ریاست کې(د افغانستان د منظرو هنري انعکاس) تر عنوان لاندې نندارتون جوړ شو

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۰:۳۸
هنرستان

تېره ورځ (۱۴۴۵/۴/۹ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت اړوند د هنرستان په ریاست کې د (دافغانستان د منظرو هنري انعکاس) تر عنوان لاندې نندارتون جوړ شو.
د یاد نندارتون پرانېسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وشوه، ورپسې د هنرستان رئیس ښاغلي محمد هاشم شارق د هنري آثارو او نقاشۍ د ارزښت په اړه خبرې  وکړې او زیاته یې کړه، د موریس هېواد څخه راغلي نقاش( اکشی سیبالوک) د خپلې علاقې له مخې د افغانستان ۷ ولایتونو ته سفر وکړ او د خپل سفر په ترڅ کې یې د افغانستان د طبیعي منظرو او تاریخي ځایونو ۱۶ آثار نقاشي کړي.
ورپسې د عامه کتابتون رئیس قاري عبید الله حنیف خبرې وکړې او د ( اکشی سیبالوک) د آثارو ستاینه یې وکړه او یاد سفر یې د هېوادونو د ډپلوماتیکو اړيکو په برخه کې اغېزمن وباله.
همدارنګه د ملي تیاتر رئیس مولوي داد الله منصور خبرې وکړې او د نقاشۍ په برخه کې يې د هنرستان ریاست کړنې  وستایلې او افغانستان یې د تاریخي آبداتو او طبیعي منظرو په برخه کې یو بډای هېواد وباله.
ښاغلي منصور د نړۍ پر سیلانیانو غږ وکړ چې په افغانستان کې بشپړ امنیت دی، راشئ د افغانستان د تاریخي او طبیعي منظرو څخه لیدنه وکړئ.
ورپسې د موریس هېواد څخه راغلي نقاش( اکشی سیبالوک) خبرې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د نقاشۍ په برخه کې ورسره همکاري کړې ده او زياته يې کړه چې د یادې نقاشۍ څخه مې موخه نړۍ ته د افغانستان ريښتينی او واقعي انځور ښودنه وه او همدارنګه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسؤلینو څخه هيله کوم چې نورو نړيوالو ته هم زمینه برابره کړي، چې افغانستان ته راشي او د افغانستان د طبیعي منظرو نقاشي وکړي.
د نندارتون په پای کې هغه هنري آثار نندارې ته وړاندې شول چې اکشی سیبالوک د افغانستان د ۷ ولایتونو څخه د لیدنې په ترڅ کې نقاشي کړي و.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS