پوهاند محمد رسول باوري: د باميانو د فرهنګي ميراثونو ترميم په لومړيتوب کې ځاى لري

moic_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۸ - ۱۱:۳۲
Prof. Bawary Meets Bamyan Governor, Pledges Restoration of Cultural Heritages

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن د باميانو له والي محمد طاهر زهير سره په دغه ولايت کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او د لرغونپېژندنې پارک د جوړولو په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې کتنه کې چې د دغو دواړو ترمنځ  وشوه؛ په باميانوکې د فرهنګي ميراثونو په ساتنې او د لرغونپېژندنې پارک د جوړولو په اړوند په خبرو سربېره،  د باميانو د سمڅو د ترميم په اړوند هم خبرې وشوې.
پوهاند باوري وويل چې د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو ساتنه  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دندو يوه برخه ده او باميان د هېواد يو تاريخي ښار دى او د هغه تاريخي آثار او آبدات د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په فهرست کې شامل دي.
هغه وويل چې د دغه ولايت د آثارو او آبداتو د ترميم لپاره يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې دي.
دغه راز د باميانو والي د دغه ولايت د لرغونپېژندنې پارک جوړول او د تاريخي آثارو او آبداتو ساتنه او ترميمول مهم او ارزښتناک وبلل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS