ليکوالان او اديبان دې خپل قلم د ټولنې د خير او پر مختګ په پار وکاروي
یادې څرګندونې نن یکشنبه (۱۴۴۵/۳/۲۹هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه صاحب د کلتوري او هنري جایزو د وېش غونډې ته په وینا کې وکړې.
ښاغلي خیرخواه وويل: ستاسې لیکوالانو، شاعرانو او ادب پوهانو لیکنې، نثرونه او شعرونه پر ټولنه خصوصاً پر ځوان قشر مثبت اغېز کوي.
خیرخواه صاحب زیاته کړه، ۴۴ کاله افغان ملت ته داسې موقع په لاس نه وه ورغلې چې یو مرکزي حکومت دې وجود ولري او یو واحده قومنده دې وي، نو راځئ د موقع څخه په استفاده خپل هڅاند استعدادونه په کار واچوو او د قلم په ژبه پیاوړی خدمت وکړو.
ددې ترڅنګ وزیر صاحب وویل: د خپلو نوي نسلونو ذهنونه او مفکورې لومړی د اسلام او بیا د وطن ابادولو ته راوګرځوو، په دې سره به مو خپل وحدت او ارتقاء ژوندۍ ساتلې وي.
