لغمان کې د عملي ژورنالیزم یو میاشتنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۱۰
Laghman

لغمان کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې لخوا د اطلاعاتو او کلتور او لغمان پوهنتون ریاستونو سره په ګډ تفاهم د لغمان پوهنتون د ژونالیزم څانګې د وروستي کال ۱۶ تنو زده کړیالانو ته د عملي ژورنالیزم تر سرلیک لاندې  یو میاشتنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر او د ژرونالیستانو د ملي اتحادیې ولایتي مسؤل، د لغمان پوهنتون علمي مرستیال، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي رئیس، د انجینرۍ پوهنځي رئیس، د ژرونالیزم څانګې آمر، د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د ولایتي دفتر مرستیال، د زیار راډیو مسؤل او یو شمېر محصلینو ګډون کړی و.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر عتیق الله قریشي په خپلو خبرو کې د ژورنالېستانو ملي اتحادیې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د لغمان پوهنتون د ژورنالیزم څانګې محصلینو لپاره یې دغه ښوونیز ورکشاپ جوړ کړ.
د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ به یوه میاشت دوام کوي، محصلینو ته به د عملي ژورنالیزم په لارو چارو او د ژورنالیزم په هر اړخیزو مسایلو بحث کوي.


۱۴۴۵/۳/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۵ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمېسیون نوبتي ناسته وشوه

‏د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمېسیون نوبتي ناسته د خپرونو چارو په معینیت کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۲۴
Background image

( د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې په دغه سیمینار کې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS