د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت شريف غزل ته د استادۍ لقب ورکړ

moic_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۱:۴۱
وزارت اطلاعات وفرهنگ به شریف غزل لقب استادی داد

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري پرون د هېواد ښه سندرغاړي شريف غزل ته د استادۍ  د لقب سند ورکړ.
د باختراژانس د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د جګپوړو  دولتي چارواکو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رييسانو او د فرهنګي شخصيتونو په شتون  د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړه شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمدرسول باوري د هغو زيانونو په اړوند چې په تېرو پېښو کې بېلابېلو فرهنګي برخو ته په تېره بيا د موسيقۍ هنر ته رسېدلي دى خبرې وکړې او هغه کسان يې وستايل چې دهېواد د اصيلې موسيقۍ د هنر  په ژوندي  ساتلو کې يې هڅه کړې ده.
  پوهاند باوري د هېواد د موسيقۍ سرتاج استاد سرآهنګ د افغانستان او سيمې د کلاسيکې موسيقۍ  يو له سترو وياړنو څخه وباله او ويې ويل چې شريف غزل د استاد سرآهنګ د شاګردانو او پيروانو له جملې او  د هېواد د کلاسيکي  موسيقۍ  له پانګو څخه دى.
وروسته د جمهوري رياست دعامه او ستراتيژيکي ارتباطاتو د ادارې رييس وحيد عمر شريف غزل ته د استادۍ لقب د ورکړې  په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه په مننې سره هغه يې په افغانستا ن کې د کلاسيکې  موسيقۍ له سترو پانګو څخه وباله.
عمر وويل چې کابو ١٥٠ کاله مخکې په افغانستان کې کلاسيکه موسيقي پيدا شوا او استاد سر آهنګ کلاسيکه موسيقي لوړ پړاو ته ورسوله او شريف غزل د موسيقۍ  د سرتاج استاد سرآهنګ له سبک  څخه په پېروۍ سره د موسيقۍ د دغه غره ياد اوخاطره ژوندۍ ساتلې ده.
شريف غزل هم په خبرو کې هغه ته د استادۍ لقب د ورکړې په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه مننه  او قدرداني وکړه .
وروسته د پوهاند باوري په واسطه دهېواد دکلاسيکې موسيقۍ محبوب سندر غاړي شريف غزل ته د استادۍ  لقب ورکړ شو او د دغې غونډې په پاى کې استاد شريف غزل حاضرينو ته د کلاسيکې موسيقۍ او دغزل ټوټې  اجرا کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS