د هنر او کلتور معین ته چینایي شرکت په مس عینک کې د خپلو نوو څیړنو په باب معلومات وړاندې کړل
د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د مس عینک پروژې په تړاو د چینایي شرکت مسئولینو سره په داسې حال لیدنه وکړه چې د یاد معینت اړوند د لرغون پېژندنې، تاریخي ابداتو ساتنې او د ملي موزیم ریاستونو مسئولینو او متخصصینو ګډون درلود.
د چینایي شرکت (MCC) مسئولینو په دغه ناسته کې د هنر او کلتور معین ته ډاډ ورکړ چې یاد شرکت نوې طرحه جوړه کړې، چې له مخې به یې په سیمه کې عملًا کار پیل شي او د دې طرحې په تطبیق سره به هم تاریخي اثار حفظ شي او هم به د معدنونو استخراج ته چټکه زمینه برابره شي، د یاد شرکت مسئولینو له افغان حکومت په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د اثارو ساتل د دواړو ګډ مسئولیت دی. دوی همداراز ډاډ وړاندې کړ، چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې به مس عینک کان ته د غزېدلي سړک کارونه شروع شي.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د مس عینک د تاریخي اثارو خوندي ساتل، اطلاعاتو او کلتور وزارت او افغانانو ته ډېر مهم دی او په دې برخه کې ستاسې د نوي طرحې ملاتړ کوو.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې زموږ د متخصصینو د معلوماتو له مخې په مس عینک کې د ځمکې لاندې د نورو اثارو احتمال هم شته او د طرحې د عملي کېدو څخه مخکې موږ باید نړیوالو او ولسونو ته ډاډ ورکړو چې د استخراج په برخه کې به تاریخي اثارو ته هېڅ زیان نه رسیږي.
هغه همدا راز د چینایي شرکت څخه وغوښتل چې دواړه لوري باید یو تفاهم نامه ولري، څو مسئولیتونه سره وپېژندل شي.
د غونډې په پای کې ښاغلي معین د چینایي شرکت (MCC) رئیس ته د یو افغان انځورګر د انځورګرې (نقاشۍ) تابلو د ډالې په توګه ورکړه.
۱۴۰۲/۶/۳۰ هـ ش
۱۴۴۵/۳/۵ هـ ق
