د پکتیکا په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ادبي مشاعره تر سره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۲۱:۱۸
.....

د پکتیکا ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ادبي مشاعره تر سره شوه، چې پکې شاعرانو، نعت ویونکو، د ادب مینوالو او ځوانانو ګډون کړی و.
مشاعره د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د پکتيکا پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد مفتي نقيب الله زاهد ''په مسلمانه ټولنه کې د ځوان مسؤليتونه" تر سرليک لاندې پر یوه موضوع لنډ بحث وکړ.
همدارنګه د مشاعرې برخه د دريځګر له لوري په څو بيتونو پيل شوه، شاعرانو خپل او انتخاب کړي شعرونه او ترانه خوانانو ترانې وړاندې کړې.
چا پکې د خپلو حماسو ياد تازه کړ، چا د غنايي اسلوب لمن ونيوه او ځينو بيا د اصلاح، وطني مينې او ترقۍ زمزمې وکړې.
غونډه د مېلمه اعجاز احمد او شاه محمود کوچي له ارزونې وروسته د مولوي سيداکبر عفان له لوري په دعا پای ته ورسېده.

۱۴۴۵/۳/۳ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۷ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS