د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د ننګرهار له والي سره وکتل

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۳:۶
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د ننګرهار له والي سره وکتل

 

نن سه شنبه (۱۴۴۵/۳/۳ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له والي حاجي ګل محمد سره وکتل. 

په پیل کې ښاغلي والي صاحب له وزير صاحب سره ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر فعالیتونو خبرې وکړې، هغه هلته د یاد ریاست پرمختګونه او نوښتونه وستایل او زیاته یې کړه چې لا باید په کلتوري برخه کې نوښتونه رامنځته شي، ددې ترڅنګ یې د ولایت مقام لخوا د همکارۍ ډاډ وړاندې کړ. 

ورپسې ښاغلي خیرخواه صاحب د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی له هر اړخېزې همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه په ښه شکل روان دي ددې ترڅنګ یې د هغه ځای پر کلتور، د ځوانانو پر فعالیتونو او د تاریخي سیمو په اړه بحث وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۱۴
Background image

سرپل کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤولیت) په نوم روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ ۲۰۰ تنو ځوانانو ته د سرپل ولایت د عامه کتابتون په تالار کې د (اسلامي نظام په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې (افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور) په نوم یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت او د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډې همکارۍ، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د هېواد د اصیل فرهنګ او تاریخ د معرفي کولو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

BACK TO NEWS