د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس چخانسور ولسوالۍ ته سفر وکړ
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيبالله الهام د یاد ولایت چخانسور ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د چخانسور ولسوالۍ له مرستيال مولوي سلطانمحمد حقپرست، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او له یو شمېر اوسېدونکو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د وروستي فرمان د ښه پلي کولو او په دې برخه کې د عامه پوهاوي د وړاندې کولو په موخه وکتل.
ښاغلي الهام د یاد سفر موخه د عالیقدر اميرالمؤمنين شيخالحديث مولوي هبةالله اخندزاده د وروستي فرمان چې د تاریخي آبداتو د ساتنې په تړاو و، د ښه پلي کولو، عامه ولسونو ته د عامه پوهاوي او د محلي مسؤلینو تر منځ د پوره همغږیو رامنځته کول یاد کړل.
ښاغلي الهام زیاته کړه، که تاریخي آثار او آبدې په سم ډول سره وساتل شي او پالنه یې وشي په راتلونکي کې به د سیمې د ارزښت څرګندونه کوي.
د ښاغلي الهام په خبره د ا.ا.ا. د تاريخي آبداتو د ساتنې او پالنې په برخه کې پوره هوډ لري او په دې برخه کې د ځایي مسؤلینو او عامو خلکو همکاري اړینه ده.
همدارنګه د دې ولسوالۍ ځايي مسؤلینو او اوسېدونکو ژمنه وکړه، چې د تاريخي آبداتو د ساتنې په برخه کې به هر ډول همکاري کوي.
۱۴۴۵/۲/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱۹ هـ ش
