په لوګر کې د هېواد د خپلواکۍ ١٠٤ کليزه ولمانځل شوه

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۲:۳
په لوګر کې د هېواد د خپلواکۍ ١٠٤ کليزه ولمانځل شوه

 

تېره ورځ په لوګر ولایت کې د هېواد د خپلواکۍ ١٠٤ کليزه ولمانځل شوه، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر ولایت مرستیال والي الحاج مولوي عنایت‌الله شجاع، د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین، د لوګر ولایت یو شمیر علماوو، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
غونډه د کلام‌الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي عنایت‌الله شجاع په خپلو خبرو کې د افغانستان ټول مسلمان ملت ته د دې ورځې د رارسیدو له امله مبارکي وویله او د ازادۍ د لارې د شهیدانو روح ته یې د دعا لاسونه لپه کړل.
د لوګر مرستیال والي د اشغالګرو لخوا د هېواد د اشغال په دریو دورو کې د افغانستان د مجاهدینو د بریا په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل او له اشغال څخه یې د هېواد په آزادولو کې د مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو ستاینه وکړه.
ورپسې د پکتيا مرستيال والي الحاج مولوي انعام‌الله صلاح‌الدين په خپلو خبرو کې وويل: الله تعالی افغانانو ته د اشغالګرو پر وړاندې د فتحې وياړ ورکړ او هغه هېوادونه چې ځانونه يې د وخت فرعونان بلل، د افغانانو په لاس مات شول.
ښاغلي صلاح الدین د اشغال په دريو پړاوونو کې د مجاهدينو د تاريخي وياړونو په اړه مفصلې خبرې وکړی او هم يې ټولو مجاهدينو او مسلمانانو ته د دې ورځې مبارکي وويله.

۱۴۴۵/۲/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۲۸ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

BACK TO NEWS