د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست سره د سکالرشیفونو تفاهم لیک لاسلیک شو
میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ته ۱۰۰ سکالرشیفونه ورکړل، چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنکاني په حضور کې یې تفاهم لیک لاسلیک شو.
په دې اړه د ځوانانو چارو آمر حافظ حمد الله سعید وویل، د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسه، د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ورمعرفي شوو ۴۰ کسانو ته په اقتصاد پوهنځۍ او ۶۰ کسانو ته په حقوقو پوهنځۍ کې۸۰ سلنه تخفیف ورکوي.
۱۴۴۵/۱/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۵ هـ ش
