د غور ولایت ځوانانو ته روزنیز کورس پرانیستل شول
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غور ولايت له اداري مسؤلينو سره وکتل او د دغه ولایت ځوانانو ته یې د پښتو ژبې، کمپيوټر، انګليسي او ديني علومو په برخو کې وړيا روزنيز کورس پرانیست.
د ځوانانو چارو معین د دغه کورس د پرانیستلو پر مهال ځوانانو ته وویل: د اسلامي امارت د نظام په رامنځته کیدو سره په ټولو برخو کې، په ځانګړې توګه د تعلیم او تربیې په برخه کې غوره فرصتونه برابر شوي او د اسلامي امارت رهبري دا هوډ لري چې ورته ښه زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د غور ولایت ځوانان په دغه ولایت کې د ځوانانو چارو د معین پر دا ډول کړنو خوښي څرګنده کړه او ویې ويل: د دغه کورس په جوړیدو سره به زموږ یو شمېر ښوونیزې ستونزې کمې شي.
ورپسې د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مولوي عبدالحي زعيم او د دې رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالصبور فکور له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل، چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
۱۴۴۵/۱/۱۴ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۹ هـ ش
