د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه 

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۳:۴۷
د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه 

 

نن دوشنبه (۱۴۴٥/١/۱۴ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي معين مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د دولتي ورځپاڼو، پر رسنيو د څار، د بشري سرچينو، د دعوت او ارشاد رئیسانو، د معارف وزارت، د علومو اکاډمۍ، د حج اوقافو، د امر بالمعروف، د افغانستان د ناشرانو ټولنې استازو او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو سره پیل شوه، ورپسې د نشراتو معین مهاجر فراهي د یاد کمېسيون کړنې مثبت وارزولې او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل.
په غونډه کې د هغه کتابونو پر سر خبرې وشوې او ارزیابي یې تر سره شوه، کوم چې د ناشرانو څخه را ټول شوي وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS