په پروان کې د کمپيوټر دوه مياشتنى روزنيز پروګرام پيل شو
د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو عمومي امریت له لوري په یاد ریاست کې د کمپيوټر د زده کړو دوه میاشتنی روزنيز پروګرام پیل شو، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس، د والي ویاند او یو شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الرحمن صدیقي د ځوانانو لپاره د دغه ښوونیز پروګرام د جوړولو پر اهمیت، اړتیا او اهدافو مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د دغه ښوونیز پروګرام له پیلیدو څخه زموږ موخه د کمپیوټر او عصري علومو په برخه کې د ځوانانو ظرفیت لوړول دي.
ورپسې د پروان د والي وياند سيد حکمت الله شميم د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د دغه پروګرامونو په ځانګړې توګه د کمپيوټر د زده کړو په برخه کې د کورسونو د جوړولو له امله مننه وکړه او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې له دې فرصت څخه سالمه ګټه واخلئ.
۱۴۴۵/۱/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۲۸ هـ ش
