سمنګانو ولايت ته د سيلانيانو ورتګ زيات شوی
د سمنګانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس وايي د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې ١٦٠ تنو بهرنيو سيلانيانو د دغه ولایت د لرغونو سيمو او آبداتو له ( تخت رستم) څخه ليدنه کړې ده.
د یاد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتوري ميراثونو د ساتنې عمومي مدیر محمد امين عزيزي په دې اړه وويل، په سمنګانو ولايت کې ۱۱۴ زیارتونه او لرغوني آبدات شتون لري، له دغې ډلې څخه یې ١٠٦ تاریخي سیمې د میراثونو د ساتنې د دفتر لخوا ثبت شوې، د پاتې نورو یې د ثبت چارې روانې دي.
له دغې ډلې څخه یې یوه د تخت رستم د تيږې اسټوپه ده چې د سمنګان ولایت په مرکز (ایبک) کې موقعیت لري، څه د پاسه ۲۵۰۰ کلن تاریخ لري.
ښاغلي عزيزي زیاته کړه، په سمنګانو ولايت کې نورې تاریخي سیمې هم شتون لري لکه، زوړ بالاحصار، د خواجه اسماعيل زيارت، د رباطک مقبره، غار قره کمر، د څلوېښتو نجونو دره، د چنګيز تخت، د سم دلدل، پنجه شاه، غار تاش او ...
همدا راز ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له راتګ سره دغه ولایت ته د کورنيو او بهرنيو مېلمنو په شمېر کې زياتوالى راغلى او د دې رياست عوايد د تېرو کلونو په پرتله زيات شوي دي.
۱۴۴۴/۱۲/۲۹ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۲۶ هـ ش
