رسنۍ او خبریالان مکلف دي چې د ټولنې د سمون او پرمختګ په موخه خپرونې وکړي

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۲:۴۳
....

پورتنۍ څرګندونې د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم په داسې حال کې وکړې چې د ملي راډیوتلویزیون آمرضیاءالرحمن ځلاند، د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي اتحادیې او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي استازو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو شتون درلود.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل، رسنۍ او خبریالان باید د ټولنې د اصلاح او پرمختګ په موخه نشرات وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې موږ په یاده برخه کې د ژورنالېستانو ترڅنګ ولاړ یو او پوره ملاتړ یې کوو.
ورپسې د رسنیو استازو او خبریالانو په خپلو خبرو کې د یو لړ ستونزو، واړندیزونو او پرمختګونو د شریکولو سربېره وویل، موږ هڅه کوو، چې د خپل ولس لپاره منظم او ضروري برنامې وړاندې او خپل دروند مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړو.

۱۴۴۴/۱۲/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۴ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS