د ځوانانو چارو معينيت سره د MTN مخابراتي شرکت له لوري د ۲۱ پايو کمپيوټرونو مرسته وشوه
تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ځوانانو چارو معينيت په هڅونه د MTN مخابراتي شرکت د ځوانانو د اقتصادي پياوړتيا او ظرفيت لوړونې لپاره د فريلانسنګ عمومي مرکز سره د ۲۱ پايو کمپيوټرونو او د نهو مياشتو لپاره د استادانو د معاشاتو د اجرا کولو مرسته وکړه.
د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد يونس راشد د MTN مخابراتي شرکت څخه د يادو مرستو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې له دې مرستو څخه به د ځوانانو د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې کار واخیستل شي، تر څو ځوانان وکولی شي خپلې اقتصادي ستونزې د انلاین کار څخه په استفادې حل کړي.
د MTN مخابراتي شرکت مشر Dunstan Ayodele Stober د افغان ځوانانو لپاره د ځوانانو چارو معينيت هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې د ځوانانو چارو معينيت سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
۱۴۴۴/۱۱/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۴ هـ ش
