د فېروز کوه موسسې مشرې د هنر او کلتور مرستيال سره وکتل

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۹:۴
د فېروز کوه موسسې مشرې د هنر او کلتور مرستيال سره وکتل

 

نن چهارشنبه (۱۴۴۴/۱۱/۲۵ هـ ق) د فېروز کوه موسسې مشرې شاشانه ستيورت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستيال مولوي عتيق الله عزيزي سره د نوموړي په کاري دفتر کې د يادې موسسې د فعاليتونو او پلانونو په اړه وکتل.
د ليدنې پرمهال د فېروز کوه موسسې مشرې د خپلو پلانونو او فعاليتونو په اړه معلومات شريک کړل او په باميانو ولايت کې د تاريخي کاروان سرای د بیا جوړولو پروړاندې د شته ستونزو يادونه يې وکړه، همداراز نوموړې د هنرستان رياست د اړتياوو په پوره کولو کې د لازمو مرستو ډاډ ورکړ.
د هنر او کلتور مرستيال مولوي عتیق الله عزیزي د فیروز کوه موسسې د فعالیوتونو او پلانونو ارزونې تر څنګ نوموړې ته لازمې مشورې ورکړې او زیاته یې کړه چې د کاروان سرای د جوړیدو پر مخ د شته ستونزو د حل په برخه کې به په لنډو ورځو کې لازم او جدي اقدامات ترسره شي.
د يادونې وړ ده چې فیروز کوه یوه تعليمي او نادولتي موسسه ده چې د هېواد د ښکلي هنرونو د بډایه کولو په برخه کې کار کوي.

۱۴۴۴/۱۱/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۴ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS