د هنر او کلتور معین د کانونو او پټرولیم وزارت او د چینایي شرکت له مسؤلینو سره وکتل
تېره ورځ د ام سي سي چینایي کمپنۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي سره د مس عینک د پروژې په موخه وکتل.
په دغه ناسته کې د چینايي شرکت مسؤلینو د مس عینک د پروژې پر وړاندې د ځینو پرتو تخنیکي ستونزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې په روان کال کې موږ پلان لرو چې مس عینک کان ته غځیدلی سړک پوخ کړو او د کان مرکزي نقطه وسپړو.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مس عینک کې د تاریخي آثارو د ساتنې او انتقال په اړه د جوړې شوې مسلکي او جامعې طرحې په باب معلومات ورکړل.
ښاغلي عزیزي وویل، چې د موضوعاتو د ښې روڼتیا او لازمو آسانتياوو د رامنځته کولو په موخه به په راتلونکو ورځو کې نور دغسې مجالس ترسره کړو.
۱۴۴۴/۱۱/۲۴ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۳ هـ ش
