په سرپل ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې میاشتنۍ غونډه ترسره کړه
نن یک شنبه (۱۴۴۴/۱۱/۲۲ هـ ق) په سرپل ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې میاشتنۍ غونډه د ولایت د مقام سرپرست الحاج داملامحمد نادر حقجو په مشرۍ تر سره کړه.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو، د ملي راډیو او ټلویزیون مشر عبدالسمیع حمیدي، په سرپل کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر غلام سخي فروتن او د رسنیو یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي، د سيمه ييزو دفترونو او بنسټونو د راپورونو او د مسؤلينو د همکاريو په باب خبرې وشوې.
د سرپل ولايت مرستيال له خبريالانو او رسنيو څخه د ملاتړ تر څنګ د خبرونو په خپرولو کې د هغوى د لا ښې همغږۍ غوښتنه وکړه.
ور پسې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ایام الدین یولداش خبرې وکړې او ویې ویل، الحمدلله خبریالان او رسنۍ بدون له اقتصادي ستونزو څخه نورې هيڅ ډول ستونزې نلري.
ورپسې خبريالانو او د راډيو او تلویزیون مسؤلينو خپلې ستونزې او ننګونې شریکې کړې او د ولايت مقام له لوري ورسره د حل ژمنه شوه.
