ننګرهار کې ۲۰ تنه ځوانان د ویناوالۍ له کورس څخه فارغ شول
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ختیځ ادبي بهیر په نوښت په ننګرهار عامه کتابتون کې د ځوانانو لپاره د ویناوالۍ، شخصیت جوړونې او انګلیسي برخو کې روزنیز کورس پیل شوی، چې تېره ورځ ترې د ویناوالۍ په برخه کې ۲۰ تنه ځوانان د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
د ختيځ ادبي بهير مشر ضیاءالدین همت مل د غونډې ګډونوالو ته وویل، د ویاړ ځای دی، نن مو داسې ځوانان وروزل، چې له دې وړاندې یې په کوچنیو غونډو کې هم د خبرو کولو وړتيا نه لرله، نوموړي زیاته کړه، اوس یې وخت دی، چې د ځوانانو په فکري رغښت باندې پوره کار وشي، ځکه د هېواد راتلونکی د همدوی په لاس کې دی.
همت مل فارغینو ته د مبارکۍ ویلو سربېره د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې غریبو او نادارو ځوانانو ته د زده کړې زمینه برابروي.
د ملي تلوېزیون د هنر او کلتور آمر دوست محمد دوست د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ختیځ ادبي بهیر له دې اقدامه د زړه له تله مننه وکړه، چې ځوانانو ته دغه ډول وړیا برنامې جوړوي.
د غونډې په پای کې فارغینو ته بري لیکونه هم ورکړل شول.
۱۴۴۴/۱۱/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۹ هـ ش
