د اچکو موسسې رئیس د هنر او کلتور معین سره وکتل
اچکو موسسه چې په افغانستان کې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې فعالیت کوي، رئیس یې نن پنجشنبه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي سره وکتل، چې پر مهال یې د تاریخي آبداتو رئیس حسیب الله نسیمي هم حضور درلود.
د اچکو موسسې رئیس جولین په افغانستان کې د یادې موسسې پر روانو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې د کلتوري میراثونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې به له اسلامي امارت سره خپلې همکارې ته دوام ورکوي.
د هنر او کلتور معین د یادې موسسې له روانو کارونو او فعالیتونو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د هېواد د تاریخي سیمو او آبداتو د غصب په برخه کې مو کار کړی او د هغو تاریخي آبداتو د ساتنې په برخه کې د همکارې غوښتنه وکړه چې د ویجاړیدو له خطر سره مخ دي.
د کابل د شېوکیو استوپه چې د اچکو موسسې له لوري په ښه ډول رغول شوي، د تاریخي آبداتو رئیس حسیب الله نسیمي غوښتنه وکړه چې دا ډول استوپې د یونسکو د کلتوري میراثونو په برخه باید ثبت شي.
۱۴۴۴/۱۱/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۱ هـ ش
