د ‏ځوانانو چارو معین د ترکیې بنسټونو له مشرانو سره وکتل

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۳۰
......

تېره ورځ په کابل کې د بډمنټون ملي ټاکنیزو سیاليو د پای په مراسمو کې چې له ۱۲ ولایتونو څخه پکې ۱۵۰ لوبغاړو ګډن کړی و، د ځوانانو چارو معین قاري محمد يونس راشد، په کابل کې د ترکیې موسسې تيکا له رئيس فاضل اکين اردوغان او‏ په افغانستان کې د ترکیې د معارف بنياد له رئيس علي کاراګوز سره وکتل.
دوی د افغان ځوانانو د تعليمي، کلتوري او ورزشي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
په یاده لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د ځوانانو معینیت او ياد بنسټونه به د ځوانانو لپاره د راتلونکو پروګرامونو په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ په موخه يوه ناسته هم کوي.

۱۴۴۴/۱۱/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۰ هـ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

BACK TO NEWS