د سمنګان ولايت د ښوونځيو د شاګردانو کلتوري ټولنې جوړې شوې
نن دوشنبه (۱۴۴۴/۱۱/۲ هـ ق) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور او معارف رياستونو په ابتکار د ایبک ښار په ښوونځيو کې د زده کوونکو د استعدادونو د تقويې او پراختیا لپاره کلتوري ټولنې جوړې شوې.
د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور آمر عبدالخليل جاوېد وايي، يادې کمېټې د معارف او اطلاعاتو او کلتور رياستونو په ابتکار سره د ایبک ښار په څو دولتي او خصوصي ښوونځيو کې رامنځته شوې، چې مشري به يې د ښوونځيو درې تنه استادان په غاړه لري او ۲۰ تنه زده کوونکي به د کمېټې د غړو په توګه فعاليتونه کوي، دوی به خپلو ښوونځيو کې د ترانو او هنري ټيمونه جوړوي او راتلونکي کې به د سمنګان ولايت په استازولۍ په ملي او نړيوالو کلتوري پروګرامونو کې ګډون کوي.
۱۴۴۴/۱۱/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱ هـ ش
