نیمروز ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس په مشرۍ کلتوري کمېټه جوړه شوه
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د خبر له مخې تېره ورځ په یاد ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب الله الهام په مشرۍ، د پوهنې رياست، د ښاروالۍ، د ارشاد، حج او اوقافو رياست، د ښوونې او روزنې پوهنځي، د مسلکي زده کړو ادارې او د نيمروز لوړو زده کړو موسسې استازو په غړيتوب کلتوري کمېټه جوړه او خپله لومړنۍ غونډه يې ترسره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د يادې کميټې په اړه وويل، د دې کلتوري کميټې د جوړېدو موخه په نيمروز ولايت کې د شته کلتورې تشې له منځه وړل، د کلتوري يرغلونو مخه نيول او د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم د کلتوري ډګر پياوړتيا او وده ورکول دي.
د غونډې په جريان کې د کميټې د فعاليتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او د کميټې د لومړيتوبونو په اړه پريکړې وشوې.
۱۴۴۴/۱۱/۱ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۳۱ هـ ش
