پکتیا کې د کتاب د اونۍ په موخه نندارتون جوړ شو
تیره ورځ په پکتیا ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه ولایت کې د کتاب پلورنځیو په ځانګړي مارکېټ کې د کتاب اونۍ تر سرلیک لاندې د کتاب نندارتون جوړ شو، چې پکې زیات شمېر کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلاميار وويل، د ياد نندارتون څخه مو موخه مطالعې ته د خلکو هڅول دي. همداراز د کتاب پلورنځيو مسئولينو او خلکو د دغه نندارتون په جوړولو خوښي څرګنده کړه او له مسئولو ادارو څخه يې د ورته نورو برنامو د برابرولو غوښتنه وکړه.
۱۴۴۴/۱۰/۳۰ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۳۰ هـ ش
