په لوګر کې د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مشاعره ولمانځل شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۰:۱۶
.....

 په لوګر ولایت کې د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مشاعره ولمانځل شوه، یاده مشاعره د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا په ورزشي سټډیوم کې جوړه شوې وه، چې پکې د هېواد او لوګر ولایت په کچه د پېژندل شويو شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، د شعر او ترنم مینوالو سربېره، د لوګر ولایت والي مولوي عبدالعلي قدرت الله، د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد، د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق، د ننګرهار ولایت د استخباراتو رئیس مولوي محمدالله براء، د لوګر د اسخباراتو رئیس مولوي شاهین، د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم، د ملکي او نظامي ادارو مشرانو، ځوانانو، په زر ګونو تنو ولسي وګړو او د رسنیو خبریالانو ګډون کړی و.
مشاعره د قرآنکریم په څو مبارکو آیاتونو پیل شوه، ور پسې د شعر او ترنم ویلو لړۍ پیل شوه، چې پکې شاعرانو ولس ته د یووالي، اتحاد او یو بل منلو ځانګړي پیغامونه او همدا راز رغنیزو ، اقتصادي او پرمختګیزو چارو ته د اسلامي امارت د چارواکو پام ور اړولو، په شعرونو کې ځای په ځای کړي و، چې پر ښکلي انداز او غږونو  ګډونوالو ته زمزمه شول. 
دیادونې وړ ده، چې د سنځل ګل اوولسمه دودیزه مشاعره کې ۵۰۰۰ کسانو ګډون کړی و. 

۱۴۴۴/۱۰/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۲۸ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS