د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد د کلتوري میراثونو او تاریخي آبدو ساتنې ته ژمن دی
یادې څرګندونې نن یکشنبه د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د آغاخان د کلتوري خدمتونو د څانګې مشر انجینر اجمل میوندي، د یونسکو د فرهنګي ادارې پخواني مرستیال بندرین فرانسیسکو د چین د ولسي جمهوریت د فوډان پوهنتون د تاریخ او لرغونپوهنې استاد اوشیک او مل پلاوي سره په کتنه کې وکړې.
په پیل کې ښاغلي میوندي او مل پلاوي وویل چې افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې د تاریخي آثارو، کلتوري میراثونو او تاریخي آبدو له امله ځانګړی نوم لري او زیاته یې کړه چې موږ د کلتوري میراثونو او تاریخي آبدو ساتنې لپاره کار کوو او زیاته یې کړه چې موږ او تاسو ګډ تاریخ او کلتور لرو او باید هر لوری د کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره ګډ او هر اړخیز کار وکړو.
ورپسې ښاغلي خیرخواه صاحب دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته وویل، چې افغانستان داسې لرغوني سیمې او کلتوري میراثونه لري چې په نړۍ کې یې ساری کم لیدل کېږي او زیاته یې کړه چې په تېرو څلویښتو کلونو کې د سختې جګړې له امله ډېري برخې زیانمنې شوي دي او پاملرنه نه وه ورته شوې او زیاته یې کړه، چې کلتوري مسایل باید له سیاسي مسایلو جلا وساتل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کلتوري مسایلو او تاریخي آبدو لپاره اوس ښع زمینه برابره ده، د ساتلو او رغولو چارو ته یې جدي پاملرنه په کار ده، چې ستاسي همکارۍ ته اړتیا ده.
په پای کې نوموړي د آغاخان کلتوري خدمتونو د څانګې مشر او مل پلاوي څخه ځانګړي مننه وکړه.
۱۴۴۴/۱۰/۲۴ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۲۴ هـ ش
