د کتاب اونۍ او نړیواله ورځ ولمانځل شوه
تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو د ریاست له لوري د کتاب نړیواله ورځ او د کتاب اونۍ د کابل په بابر بڼ کې ولمانځل شوه.
چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو، د بهرنیو چارو وزارت، د علومو اکاډمۍ، د ملي راډيو تلویزون، د کابل ښاروالۍ مسئولین او د ایران او ترکیې هېوادونو د سفارتونو فرهنګي اتشو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د عامه کتابتونونو رئیس قاري عبید الله حنیف خبرې وکړې، د کتاب د نړیوالې ورځې او د کتاب د اونۍ په اړه یې معلومات وړاندې کړ.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي خبرې وکړې او ویې ویل، دا زموږ دنده ده چې د هیواد نوی نسل د کتاب لوستنې له فرهنګ سره عیار کړو او د کتاب لوستنې زمینه ورته برابره کړو، ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې نننۍ ټکنالوژۍ د کتاب لوستنې له برکته دومره پرمختګ کړی، باید د کتاب لوستنې مخه پرې ونه نیول شي.
همداراز په تیرو شلو کلونو کې زموږ عامه کتابتونونو د غني کېدو لپاره هیڅ کار ندی شوی، موږ په دې هڅه کې یو چې په ټولو ولایتونو کې عامه کتابتونونه غني کړو او پلان لرو چې د هیواد په ټولو هوایي ډګرونو او سرحدي ترمینلونو کې مجهزې کتاب خانې جوړې کړو.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزرات د ګرځندوي مالي او اداري معین مولوي سعد الدین سعید وویل، چې د عالمانو او لیکوالانو هیڅ آثار باید له منځه لاړ نشي د چاپ لپاره یې باید زمینه برابره شي.
د غونډې په ترڅ کې د چارو ادارې، د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محد اسحاق اخندزاده د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو معین مولوي حبیب الرحمن منصور، د کابل پوهنتون او علومو اکاډمۍ استادانو هم ویناوې وکړې.
د غونډې په پای کې د کتاب لوستنې لپاره د تیاتر یوه تمثیلي پارچه هم وړاندې شوه.
۱۴۴۴/۱۰/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۲۱ هـ ش
