د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل
نن دوشنبه (۱۴۴۴/۱۰/۱۸ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس مولوي محمد امین "حذیفه" سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي حذیفه د محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه او شته ستونزې شریکي کړي او زیاته یې کړه چې موږ د شته امکاناتو په کتو سره هڅه کوو تر څو د ځوانانو لپاره ښوونیز مرکزونه جوړ کړو او همدا راز کلتوري او رسنیز فعالیتونه زیات کړو.
وروسته ښاغلي خیرخواه د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا بهبود او پرمختګ لپاره یې لازمې سپارښتنې ورته وکړي او د اړوند هر راز همکارۍ ډاډ یې ور کړ.
