د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې ۲۰۰ تنو زده کوونکو ته درسي لړۍ پیل شوه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۵:۳۵
....

تېره ورځ د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې ۲۰۰  تنو زده کوونکو ته د عصري زده کړو لړۍ پیل شوه.
د پسرلنۍ درسي پروګرام د پیل پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم خبرې وکړې او  ویې ویل، ډېر د خوشحالۍ ځای ده، چې یو وار بیا زده کوونکو  ته د عصري علومو زده کړو زمینه برابره شوې، په دې هیله، چې زده کوونکي د دغه  فرصت څخه سمه ګټه واخلي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ښوونیز مرکز مسؤل مدیر حسیب الله حبیب وویل، چې په دغه پسرلني ښوونیز پروګرام کې له ۲۰۰ تنو څخه زیاتو زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوي، چې پکې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې پروګرامونه پیل شوي دي، په راتلونکي کې به د خطاطۍ زده کړې هم پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ښوونیز مرکز له ژمني پروګرام څخه شاوخوا ۷۰۰ تنه زده کوونکي فارغ  شوي وو.

۱۴۴۴/۱۰/۱۷ هـ ق 
۱۴۰۲/۲/۱۷ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS