د اطلاعاتو او کلتور سرپرست د غزني له یوشمېر تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۱:۳۷
....

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس په ملتیا د غزني ولایت له یوشمېر تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه، چې له جملې یې د حکیم سنائي مقبره، د بابا جي تاریخي مسجد، د غزني د بالاحصار، د بهلول ابدال مقبره، د سید محمدشریف خان تاریخي مقبره، د غزني دوه تاریخي منارونه، د سلطان ابراهیم شاه مقبره، او د سلطان سبکتګین تاریخي مقبره وه.
ښاغلي وزیر له یادو تاریخي ځایونو څخه د لیدنې پر مهال وویل چې تاریخي آبدات او تاریخي آثار د ملت معنوي شتمني ده، ساتل او رغول یې د دولت او ملت ګډ مسؤلیت دی.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د نوي کال په بودیجه کې د غزني ولایت د هغه تاریخې آبداتو رغول په پام کې نیول شوي دي، کوم چې په تېر کې له کاره لوېدلي دي.
۱۴۴۴/۱۰/۱۵ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۵ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS