د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنري او کلتوري چارو معینت د ریاستونو او امریتونو تر منځ اداري ناسته ترسره شوه
تېره ورځ د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ ددیاد معینیت اداري ناسته ترسره شوه، چې پکې د خلکو کلتور ریاست، د افغان فلم ریاست، ملي تیاتر، ملي موزیم، تاریخي ابدات، هنرستان، د ترانو ترنم، لرغون پوهنې، ملي ارشیف او عامه کتابتون رئیسانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.
د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي لومړی لرغون پوهنې په برخه کې د مسلکي کادرونو د جذب او روزنې په اړه، د تاریخي سیمو د ساتنې او د اثارو ثبت په برخه کې سپارښته وکړه او همدا راز د عامه کتابتون ریاست مسؤلینو سره په ګډه د کتاب لوستنې دود په خاطر په عامه ځایونو او پارکونو کې د کتابتونونو د ایجادولو په اړه مشورې وشوې.
دغه راز د ملي موزیم په اړه د دې ریاست اړوند په ولایتونو کې د موزیمونو د بهبود او ښه والي او د اثارو د ښه ساتنې په اړه بحث وشو او همدارنګه د ترانو د ترنم ریاست ته سپارښتنه وشوه چې د ښوونځۍ د ترانو ټيمونو، د هیواد د ترانې لیکونکي او ترنم کونکي نوي اثارو د ثبت په برخه کې باید پوره کار وشي.
په غونډه کې د یاد ریاستونو مسؤلین د هنر او کلتور معین ته په روان کال کې د شته پلانونو تر څنګ د خپلو ریاستونو اړوند ستونزې بیان کړې چې د ستونزې د هواري لپاره ژمنه ورکړل شوه.
۱۴۴۴/۱۰/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۲ هـ ش
