ننګرهار موزيم ته ۲۶ قلمه تاريخي آثار وسپارل شول
نن یک شنبې ورځ ۱۴۴۴/۱۰/۹ هـ ق د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند موزيم ته ۲۶ قلمه تاريخي آثار وسپارل شول.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موزيم آمر زينت الله ځيرک وایي، څه موده وړاندې د تورخم په ساحه کې د مجاهدينو لخوا يو شمېر تاريخي آثار نيول شوي وو، چې تر نیول کیدو وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري يو تخنيکي هئيت ورته و ټاکل شو او برسي یې کړل، له بررسۍ وروسته يې ځينې آثار د لا ښه تشخيص په موخه پلازمېنې کابل ته انتقال کړل او ۲۶ قلمه سفالي او شيشه يي آثار، چې د کوشاني او اسلامي دورې پورې اړه لري، د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست د موزيم آمريت ته د ساتنې په موخه وسپارل.
