د شمال ختیځ زون لپاره د TLO موسسې مسؤل د بغلان د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۲۰:۴۳
...


نن پنجشنبه ۱۴۴۴/۹/۲۲ هـ ق، د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په دې ولایت کې د  TLO موسسې له مسؤل سره د  کلتوري، ادبي او مطبوعاتي فعالیتونو د ودې او د حکومت او ملت ترمنځ د همغږۍ په پیاوړي کېدو بحث او خبرې وکړې.

شمال ختیځ زون کې د TLO موسسې استازي  سیدغفورهاشمي وویل، دغه موسسه د افغانستان د خلکو غږ پروژې په چوکاټ کې  هڅه کوي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ کلتوري، ادبي، ولسي او مطبوعاتي خپرونې ترسره کړي، چې له امله به یې د خلکو او حکومت ترمنځ د همکارۍ روحیه پیاوړې او واټن راکم شي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د TLO  مسؤلینو سره په لیدنه کې د ادبي، کلتوري او مطبوعاتي غونډو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې د بغلان ولایت په بیلابیلو سیمو کې اړتیا ده چې د حکومت او ملت تر منځ د همغږۍ د پیاوړي کېدو په موخه د TLO او نورو بنسټونو په مرسته غونډې ترسره شي تر څو د حکومت مشران د ولس په نبض پوه او په سیمه ییزه کچه یې ټولې شته ستونزې هوارې کړي.

هاشمي هیله څرګنده کړه چې نه یوازې دا چې دا ډول غونډې به د حکومت او ملت ترمنځ د همکارۍ روحیه پياوړې کړي بلکې د ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي ستونزو په حل کې به هم اغېزمنې تمامې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS