بغلان او پروان کې د قرآنکریم نندارتون جوړ شو

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۰:۳۱
....

نن چهارشنبه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مر کز پلخمري کې د قرآنکریم درې ورځنی نندارتون جوړ  شو.
د بغلان د  اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي   وايي، چې د دې نندارتون موخه د قرآنکریم لوستلو ته د ځوانانو هڅول، د قرآنکریم د لوستلو عامول او په صحیح ډول د قرآنکریم زده کول دي.
د نندارتون ګډونوالو وویل، د نړۍ د ټولو پرمختګونو او نوښتونو په اړه په قرآن کریم کې یادونه شوې خو چې په ښه توګه ولوستل شي، دوئ وویل د ورته نندارتونو ترسره کیدل د اسلام د رښتیني مفهوم د درک کولو لپاره ګتور تمامیږي، او د دوام غوښتونکي یې دي.
یاد نندارتون به درې ورځې دوام ولري.
همدا ډول نن د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مرکز چاریکارو کې د قرانکریم نندارتون جوړ شو، د کلتور او ګرځندوی آمر وایي، یاد نندارتون یې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت او د پروان د خلکو د قرانکريم تلاوت ته د هڅونې په موخه جوړ شوی، چې لسګونه ټوکه قرانکریم او تفاسير یې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د چاریکار ښار د منډوي جامع مسجد ملاامام مولوي شراب الدين متوکل د یاد نندارتون په جوړیدو خوښي څرګنده کړه، او ویې ویل چې قرانکريم د الله ج له لوري د مسلمانانو د فلاح او بهبود لپاره نازل شوی.
د نندارتون نورو ګډونوالو هم د یادو مراسمو په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د دا ډول نورو نندارتونو د جوړېدو هیله یې وکړه.
۱۴۴۴/۹/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۲۳ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS