د ټيلو مؤسسې استازي د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رئيس سره وکتل

wali_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۹:۷
asdfg

 

تېره ورځ په پکتيا کې د ټيلو مؤسسې استازي قديرالله لکڼوال د پکتيا اطلاعاتو او کلتورګ رئيس قاضي ثواب جان اسلام یار سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

په پيل کې د ټيلو مؤسسې د "خلکو غږ پروژې" مسؤل قديرالله لکڼوال د اطلاعاتو او کلتور رئيس سره د دې پروژې فعاليت په هکله معلومات شريک کړل او ويې ويل چې دوی د ولس او امارت ترمنځ د لاډيرې همغږۍ په موخه پروګرامونه په پام کې لري. نوموړي زياته کړه چې د ا.ا. سره په همغږۍ خپل فعاليتونه ترسره کوي.

د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلام يار وويل، چې اطلاعاتو او کلتور ریاست د ولس او حکومت ترمنځ د پل حثيت لري او د خلکو غږ تر اړوندې بنسټونو رسوي. نوموړي زياته کړه چې د خلکو غږ بايد د ا.ا. پاليسۍ مطابق تر اړوندې بنسټونو ورسول شي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس په دې ليدنه کې د يادې مؤسسې له استازي څخه غوښتنه وکړه چې د ځوانانو ملاتړ لپاره بايد بېلابېل پروګرامونه له دې رياست سره په همغږۍ جوړ کړې، څو ځوانانو ته په واقعي ډول خدمت وشي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ځوانانو د ښې همغږۍ لپاره د يادې مؤسسې استازې ته د اصولو مطابق د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۴۴۴/۹/۲۰ هـ ق
۱۴۰۱/۱/۲۲ هـ ش
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS