په جوزجان کې د لاله ګل پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه
تېره ورځ د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري پسرلي ته د ښه راغلاست په مناسبت د لاله ګل پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې یوشمېر شاعرانو، فرهنګپالو، ليکوالانو او محصلينو ګډون درلود.
مشاعره د قران عظيم الشان د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الدين معتصم د مشاعرې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وويل، د خوشحالۍ ځای دی چې د افغانستان خلک د ۲۰ کلن اشغال او جنګ، جګړو وروسته په ارامه فضاء کې راټوليږي او خوشحالۍ لمانځي.
ورپسې د ګډونوالو له لوري په نوبت سره د پسرلي د ښه راغلاست او د لاله ګل توصيفي شعرونه او ليکنې وړاندې شوې.
مشاعره د اطلاعاتو او کلتور رياست د عامه کتابخانو د مدير مولوي بسم الله نظري له لوري د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۴۴/۹/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۹ هـ ش
