په فراه ولایت کې د حسن قرائت سيالۍ ترسره شوه
تېره ورځ په فراه ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې د قرانکريم د حسن قرائت سيالۍ د شاوخوا ۲۵ قاریانو ترمنځ په داسې حال کې ترسره شوه، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی سباوون، د احصایې او معلوماتو رئیس مولوي عبدالکریم یوسف، د ځوانانو مدیر مولوي عبدالخالق روحاني، د ملي راډیو تلویزیون آمر قاري بدرالدین، علماؤ، سپین ږیرو، ځوانانو او خبریالانو ګډون درلود.
په پیل کې یې د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی سباوون وویل، چې له دې سيالۍ څخه مو موخه د قاریانو هڅول، چمتو کول او د نیمګړتیاو په ډاګه کول وو، ترڅو قاري صاحبان وکولای شي دې ته ورته نورو راتلونکو سیالیو ته چمتو والی ونیسي او خپلو تېروتنو ته پاملرنه وکړي.
ښاغلي سباوون زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رهبري تل د دې ډول سیالیو ملاتړ کوي.
۱۴۴۴/۹/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۴ هـ ش
