په هلمند کې شاعرانو د شعر په ژبه د اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ

wali_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۱۹:۵۶
asdefg

 

تېره ورځ د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د هنري فعالیتونو د تنظیم مدیریت له لوري شانداره مشاعره تر سره شوه، چې پکې د تنظیم مدیر حافظ احمدالله فهیم، د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف، د عامه کتابتون مدیر محسن عمري،  شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګپالانو، ځوانانو ګډون کړی و.
مشاعره د قرانکریم په څو مبارکو آیاتونو پیل شوه. 
ورپسې د هنري فعالیتونو د تنظیم مدیر احمد الله  فهیم په ټولنه کې د شاعرانو پر ارزښت خبرې وکړې او  زیاته یې کړه، چې شاعران او لیکوالان باید د قلم په ژبه د ټولنې ناخوالي راوسپړي او د ټولنې په اصلاح او سمون کې رغنده رول ولوبوي. 
ښاغلي فهیم زیاته کړه، چې موږ  هڅه کوو، چې دا ډول ناستې او مشاعرې دوامي کړو، څو شاعران  تشویق کړل شي او دې برخې ته لا زیات کار وکړي. 
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون مدیر محسن عمري د کتاب او مطالعې پر ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې شاعران، لیکوالان او ځوانان یې مطالعې ته وهڅول. 
ښاغلي عمري وویل، چې دغه کتابتون کې د شاعرانو او لیکوالانو د مطالعې لپاره بېلابېل کتابونه شتون لري، شاعران کولای شي د کتابونو د مطالعې په وسیله خپله شعري ژبه لا پیاوړې کړي.  
د مشاعرې په ترڅ کې شاعرانو او ترانه خوانانو د نعتونو، حمدونو او حماسي شعرونو ترڅنګ طنزيه شعرونه هم وویل. 
دوی په خپلو شعرونو کې د اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د شعر په ژبه یې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې موږ به تل د اسلامي امارت د مسؤلینو تر څنګ ولاړ یو او هیچاته به اجازه ورنه کړو چې دا ډاډمنه فضا له منځه یوسي.

 ۱۴۴۴/۸/۲۹ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۲ هـ ش
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS