د یوناما مسؤلې په بامیانو کې د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۴:۳۰
شبل

 

 تېره ورځ د یوناما مسؤلې سارا دیمول د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس ښاغلي سیف الرحمان محمدي سره په دغه ریاست کې وکتل.
په دې کتنه کې د یوناما مسؤلې د یوناما د څانګو فعالیتونه بیان کړل او زیاته یې کړه، د یوناما یوه مهمه برخه د دغه سازمان د بشري حقونو څانګه ده، چې د خپلو عمومي موخو له جملې څخه د بشري حقونو، د خلکو د عمومي حقونو، د بندیانو او معلولینو د حقونو تامینول دي.
ورپسې د باميانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس د دغه رياست فعالیتونه بیان کړل او زیاته یې کړه، موږ د اطلاعاتو او کلتور، فرهنګ او هنر، ځوانانو او ګرځندوى په برخو کې کار کوو. همدا راز موږ د اطلاعاتو په برخه کې له ټولو خبريالانو سره په تماس کې يو، زموږ موخه د خبريالانو او دولتي ادارو ترمنځ د مناسبې همغږۍ او دوه اړخيزو همکاريو رامنځته کول او د فرهنګ او هنر په برخو کې هم د لرغونو آثارو د ساتنې، د کتاب او لاسي صنايعو د نندارتونونو په لاره اچول، د کتاب لوستلو سياليو په لاره اچول او د کتاب د فرهنګ د ودې او مطالعې او د شاعرانو، ليکوالانو د ملاتړ په برخو کې کار کوو.
همدا راز د ځوانانو په سکتور کې موږ د ټولنیزو ټولنو ترمنځ د ظرفیت لوړونې، ورزش او همغږۍ ته وده ورکوو، چې یوه له لاسته راوړنو څخه مو تېر کال د دغه ریاست له خوا د ظرفیت لوړونې له ټولګیو څخه د څه باندې ۴۵۰ تنو ځوانانو فراغت و.
د دغې غونډې په پای کې سارا ديمول د اطلاعاتو او کلتور رياست د فعاليتونو ستاينه وکړه او د دغه رياست فعاليتونه يې مهم او ارزښتناک وبلل.

۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۳۷
Background image

د کونړ د رسنیو مسؤلینو او فرهنګیانو د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره ولیدل

د کونړ د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او یو شمېر فرهنګپالانو د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د دوی د ستونزو حل، له خبریالانو څخه ملاتړ او د اطلاع‌ رسونې چارو ښه والي په. . .

BACK TO NEWS