ځوانان د هېواد تر ټولو ځواکمنه قوه ده، چې په يووالي سره کولای شي هېواد آباد کړي

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۲۱:۴۹
....

يادې څرګندونې تېره ورځ د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې په جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو آمر محترم مولوي محمد قاسم ریاض د یو شمېر دیني علماوو، محصلینو، ځوانانو، فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف، ځوانانو مدیر  قاري عبدالباري حنظله، امنيه قوماندانۍ ویاند ځلاند حقاني،  سره د ليدنې پر مهال وکړې. 
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. 
ورپسې مولوي محمد قاسم ریاض وویل، ځوانان د یو هېواد تر ټولو ځواکمنه قوه ده، د دې قوې څخه باید د هېواد په آبادۍ او ترقۍکې ښه ګټه واخیستل شي. 
نوموړي له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل، چې په اتحاد او اتفاق سره د هېواد د پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړئ.
د ځوانانو مدیر  قاري عبدالباري حنظله د خپلې وينا پرمهال وویل، د اسلامي امارت مسؤلین ژمن دي چې د ځوانانو لپاره کار وکړي او د هغوی نظریات په ورین تندي واوري، ښاغلي حنظله زیاته کړه، چې ددې نظام په راتګ سره ځوانانو قربانۍ ورکړې، اوس مې له ځوانانو غوښتنه داده چې د هېواد د پرمختګ  لپاره کار وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون مدیر محسن عمري، د دې ریاست د مسؤلینو څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ویل،  دوی د ځوانانو د تشویق او هڅونې په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي او د ډېرو ځوانانو ستونزې یې حل کړي دي. 
همدا شان ځوانانو خپلې ستونزې، غوښتنې او نظریات د ځوانانو مدیریت سره شريک کړي، چې ورسره د ستونزو په حل کې د هر راز همکاريو ژمنه وشوه.

۱۴۴۴/۸/۲۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۵ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS