د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له روزنیز مرکز څخه ۹۵ تنه فارغ شول
نن دوشنبه ۱۴۴۴/۸/۲۰ هـ ق د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو عمومي مدیریت د روزنیزو زده کړو له مرکز څخه ۹۵ تنه فارغ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې دغه ۹۵ تنه زده کوونکي د پښتو ژبې زده کړې، ریاضي، انګلیسي او وینافن له برخو څخه تر دري میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ او مبارک پاڼې پرې ووېشل شوې.
هاشمي زیاته کړه، چې ددې کورسونو د جوړولو څخه مو موخه د بې وزلو زده کوونکو لاسنیوی دی، ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ چې فارغ شوي زده کوونکي دې په نه ستړي کېدونکي ډول د دیني او عصري زده کړو په تر لاسه کولو کې هڅې وکړي.
ورپسې د بغلان ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد نور عزیزي وویل، د زده کوونکو د هڅونې په موخه مو د دې ولایت په ټولو ښوونځیو کې د قرطاسیې او کتابونو د کمښت ستونزه حل کړې او د زده کړو د معیاري کېدو په موخه به هغه ښوونکي په دندو وګماري چې مسلکي دي او د ښه تدریس وړتیا لري.
