د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او زم زم پوهنتون تر منځ د علمي همکاريو تړون لاسليک شو
تیره ورځ د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د زم زم خصوصي پوهنتون تر منځ د بې وزله ځوانانو د روزنې په موخه په فيس کې د ۲۵٪ تخفيف په درلودلو سره علمي تړون لاسليک شو.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلاميار وويل؛ د بې وزله ځوانانو سره د تعليم په ترلاسه کولو کې هر ډول کوښښ کوو، تر څو له زده کړو بې برخې پاتې نه شي، په همدې موخه مو د زم زم خصوصي پوهنتون سره په فيس کې د ۲۵٪ تخفيف تړون لاسليک کړو، او د تړون ليک له مخې به ياد خصوصي پوهنتون ته وړ او مستحق ځوانان ورپيژندل کيږي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو عمومي مدير عظيم زرمتي وويل، د ځوانانو چارو معينيت هم د ۳۷ بیلابيلو خصوصي پوهنتونونو سره د تخفيف تړونونه لاسليک کړيدي، چې د پکتيا ولايت نه به هم بیلابېلو پوهنځيو ته بې وزله ځوانان وروپيژندل شي.
